برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: پاکستاني افراطي ډلو په افغانستان کې ۱۱ روزنیز کمپونه جوړ کړي دي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې کمیټې خبرداری ورکړی چې د پاکستان دوو افراطي ډلو، جیش محمد او لشکر طیبه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نیولو راهیسې اوس په دغه هیواد کې ۱۱ روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.


د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د څارنې کمېټې څرګنده کړې چې د جیش محمد ډلې چې د تروریستي سازمانونو په لېست کې ده، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري، اته روزنیز کمپونه جوړ کړي چې درې یې د طالبانو تر مستقیم کنټرول لاندې دي.

د راپور له مخې، لشکر طیبه، چې د هند ضد پاکستاني ترهګرې ډلې ده، په افغانستان کې درې روزنیز کمپونه هم جوړ کړي دي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د یکشنبې په ورځ (د مې ۲۹مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په یوه امنیتي غونډه کې، د دغو سخت دريځو ډلو د فعاليتونو د زياتوالي په باب چې د هند پرخلاف هم کار کوي انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د دغو ډلو د فعاليتونو زياتوالى د ټولې سيمې لپاره يو ګواښ دى.

برسېره پر دې، د ملګرو ملتونو د کمیټې په یوه راپور کې یادونه شوې چې د طالبانو له مشرانو سره د القاعدې د مشرانو اړیکې نږدې شوې دي، او دا چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو له بریا سره د عمل آزادي ترلاسه کړې ده.

تر دې مخکې پنټاګون په یوه راپور کې ویلي وو چې د ولسمشر جوبایډن په امر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په دغه هېواد کې القاعده پیاوړې کړې ده.

خو طالبانو د افغانستان د واک له ترلاسه کولو راهیسې تل ټینګار کړی چې په هېواد کې به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي