برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

ملي وفاق: حکومت هره ورځ د ۳۰۰ افغانانودوژنی مسوول دی

په کابل کې د «ملي وفاق» په نامه غونډه کې د سیاسي ګوندونو استازو پر حکومت تور پورې کړ، چې هره ورځ د ۳۰۰ افغانانو وژنې مسوول دی؛ خو حکومت لا هم پر خپلې ناکامۍ منښت نه دی کړی.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي د سیاسیونو پرونۍ ناستې ته وویل، د پردیو لاسوهنو مخنیوی باید وکړ او د ټولو هغو طرحو ملاتړ کوو، چې د خلکو یووالی پکې وي.
کرزي د هېواد اوسنی وضعیت خورا کړکېچن یاد کړ او روان وضعیت پر بدیل یې ټینګار وکړ.
په دغه ناسته کې د کرزي د وخت د کابینې ډېری وزیران او سلاکاران راټول شوي وو او د ملي یووالي حکومت یې په ټولو چارو کې ناکام وباله.
د کرزي پخواني سلاکار شهزاده مسعود د ملي وفاق ناستې ته وویل، لویه جرګه د اوسنیو ستونزو د حل یوازېنۍ لاره ده؛ ځکه هره ورځ له ۳۰۰ ډېر افغانان مري، چې نظامیان، ملکیان او د جګړې اړخ کې ټول افغانان دي.
د افغانستان د نوې جبهې مشر انورالحق احدي وویل، حکومت لا هم پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی او نه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدا لپاره کومه طرحه لري.
د احدي په خبره، حکومت په بېلابېلو پلمو ټاکنې ځنډوي او اوسنی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د کورنیو چارو مخکېني وزیر عمر داودزي اندېښنه وښوده، چې د اوسني ملي یووالي حکومت چارواکي غواړي د قیادي شورا له لارې خپله دوره پنځو کلونو ته وغځوي.
داودزي ګواښ وکړ، که اوسنی حکومت خپله دوره وغځوي؛ نو د سیاسیونو له سخت عکس العمل سره به مخ شي.
ده وویل، که حکومت ټاکنې ترسره نه کړي، نو یوه ورځ به هم خپلو چارو ته پرېنښودل شي.
د ملي اجنډا مشر احمد ولي مسعود له اوسني حکومت وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه خپله طرحه رسنیزه کړي.
تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، کېدای راتلونکي ټاکنې د دوو میاشتو لپاره وځنډېږي.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ل کال د چنګاښ پر ۱۶ مه ترسره شي.
ځینې سیاسیون اندېښنه ښيي، چې امریکا غواړي د ملي یووالي حکومت دوره راتلونکو اوو کلونو لپاره وغځوي او اوسنۍ ولسي جرګه چې درې کاله وړاندې یې وخت پوره شوی هم په اوسني حالت کې وساتي.
په تېرو درېیو کلونو کې ولسمشر غني لسګونه ځلې د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنې کړي؛ خو د نورو ژمنو په څېر یې دغه ژمنه هم پر ځای کړې نه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي