برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي شورا ته د جنګي جنایاتو محکومین نه شي نوماندېدلی

د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې هغه څوک چې د جنګي جنایاتو له امله محکوم شوي وي، ملي شورا ته ځان نه شي نوماند کولی.



د دې قانون په نهه دېرشمه ماده کې راغلي: «هغه شخص د ملي شورا غړیتوب ته نوماند یا ټاکل کېدای شي چې د محکمې له خوا په بشري ضد، جنايي جرمونو یا له مدني حقوقو څخه په سرغړاوي محکوم شوی نه وي.»
د ټاکنو کمیسیون هم د دې قانون د تطبیق ژمنه کړې او دعوه کوي چې د دوی له لوري به د داسې چا مخه ونیول شي چې د جنایاتو له امله محکوم شوی وي.
سره له دې چې په خواله رسنیو کې د مشهورو جنایت کارانو په اړه توند غبرګونونه ښوودل کېږي، خو د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له وضاحته تېښته کوي.
ولسي جرګې ته یو نوماند هم د حزب اسلامي حکمتیار؛ قومندان زرداد فریادي دی، چې د کورنیو جګړو په وخت کې يې ګڼ بشر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني هم مني چې دوی به هغه څوک نوماندېدو ته پرې نه ږدي، چې محاکمه شوی وي.
امریکا غږ له نوموړي نه د زرداد فریادي په اړه پوښتنه کوي، خو د ځواب پر ځای وايي: «نه غواړو د یوه شخص په اړه نظر وکړو.»
زرداد فریادي د کورنۍ جګړې پر مهال د کړیو جنایاتو له امله په لندن کې محاکمه شو، پورته سرچينه د حقوقپوه عین الدین بهادري له خولې وايي چې جنګي جنایات جغرافيوي محدودیتونه نه لري، هر څوک که هر ځه محاکمه شوی وي د قانون له مخې د نوماندېدو اجازه نه لري.
د حزب اسلامي دغه قومندان چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره يې د پاټک جنایات خورا بوږنوونکي و، کابل کې له کوچیانو څخه ولسي جرګې ته نوماند دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي