برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي اردو د خلکو کورونه د پوستو په توګه کاروي

آریانانیوز: د میدان ودرګو اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې ملي اردو د خلکو په کورنو کې په زور اړوي او د پوستو په توګه يې کاروي.


دا ډول شکایتونه وړاندې د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکي کړي و، خو دا ځل پژواک د چک ولسوالۍ د یو اوسېدونکي له خولې د هغه بې وسي را اخلي.
ډاکټر سلیمان زاهد چې په سويډن کمېټه کې کار کوي، وايي په کور کې يې اردو پوسته جوړه کړې او هیڅوک يې د غږ اورېدو نشته.
هغه وايي د چک ولسوالۍ غني خېلو کې يې کور ته لومړی ځل په ۱۳۹۱ل کال امریکایان ورغلل او پوسته يې پکې جوړه کړه، درې میاشتې يې پکې تېرې کړې، وروسته پکې اردو واړول.
دی وايي د ملي اردو د ایستلو لپاره يې ډېرې منډې ترړې وکړې، خو چا يې غږ وانه ورید، خو د حکومت له لوري چې کله له شاوخوا سیمو پوستې را ټولېدلې د ده کور هم وران ویجاړ ګوتو ته ورغی.
ډاکټر زاهد وايي دا چې کور يې د ملي اردو پوسته و، طالبان راغلل او د کور ځينې برخې يې وسوځولې.
پژواک د هغه له خولې لیکي، چې وروسته یې خپل کور يو څه برابر کړ، خو یوه میاشت کې مخکې بیا اردو چاپه پرې ووهله او کور يې بیا په پوسته بدل کړ.
سرچینه پر حکومتي مسؤلینو د هغه غږ را اخلي: «زما حق تلف شوی، له حکومتي چارواکو زما غوښتنه دا ده چې زما له کوره د ملي اردو ځواکونه وباسي، زه نه غواړم چې زما په کور کې پوسته وي.»
دا لومړی ځل نه دی چې ورته شکایتونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د دې ولایت نورو سیمو، د لوګر اوسېدونکو او همدارنګه د غزني اوسېدونکو ورته شکایتونه کړي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي