برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له څلور ملیونو زیات کوچنیان پر چرسو څکولو اخته دي

آریانانیوز: پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چرسو نشه په کې تر ډیره عامه او او مروجه ګڼل کیږي، خو حیرانونکې لا داده چې پر چرسو روږدي یې اکثره ځوانان او له اتلسو کم عمره کسان دي.


د ځینو راپورونو پر اساس ویل کیږي چې پاکستان کې په تېرو دوه کلونو کې ۶۰۰ زره کسان د چرسو له نشې ګرځول شوي، په دوی کې نږدې د ۹۰۰ کسانو عمر د لسو او اتلسو کلونو ترمنځ و، چې زیاتره یې د چرسو په نشه روږدي وو، خو ډیر عمر لرونکي کسان بیا پوډر کاروي.
د پاکستان دوست ویلفیئر فاونډیشن مشر طارق محمود رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د چرسو نشیان زیاتره برخه په پښتونخوا کې موندل کیږي، او لامل یې د افغانستان سره نیږدېوالی ښودلی، نوموړی زیاتوي چې د پاکستان له لارې د افغانستان پوډر او چرس تیریږي نو ځکه ډیره اندازه دغه هېواد کې کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۳م کال راپور له مخې پاکستان کې ۶.۷ سلنه کسان پر نشه روږدي دي، چې له څلور ملیونو زیات یې چرسیان دي، خو د اندیښنې وړ دا ښودل شوې چې ددغې شمېرو زیاتره برخه کوچنیان دي.
په پاکستان کې د یو کېلو ګرام چرسو نېولو سزا د قاضي لخوا (مرګ، ټول عمر او یا څوارلس کاله د قید سزا) ده، خو تر دې دمه داسې کمې پيښې لیدل کیږي چې د چرسو په نېولو دې څوک په دار ځړول شوي وي.
د ملګرو ملتونو په یوه بل راپور کې ویل شوي چې پاکستان په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق مرکز دی، او د همدې لارې یوه او بل خوا ته وړل کیږي، دغه راپور زیاتوي چې پر ۲۰۰۹م کال کې ۱۶۰ ټنه پوډر له افغانستان څخه پاکستان ته تللي چې له مخې يې له ۲۰ ټنو زیات په دغه هېواد کې کاریدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي