برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

له پاکستان څخه د مهاجرو د جبري شړلو وروسته د افغان مهاجرو ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنې

د ماشومانو د ژغورنې سازمان له پاکستانه د شړل شویو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي.


د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره وايي، هره ورځ زرګونه ماشومان او د هغوی کورنۍ یوازې له یوې جوړې کالي سره افغانستان ته ستنېږي.

دې سازمان په دې وروستیو کې د راستنیدونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د وضعیت په اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی په عاجله توګه سرپناه، خوړو او اوبو ته اړتیا لري.

باید و ویل شي، چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی. داسې عمل چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي