برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له پاکستان څخه دافغانو کډوالو په زوره نه ايستل کیږی

آریانانیوز: د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې افغان کډوال به په زوره له هېواده نه ويستل کيږي او هېواد به يې د کډوالو کوربه توب ته دوام ورکوي.


د پاکستان ټايمز انګليسي ورځپاڼې ليکلي، چې لومړي وزير عمران خان د ملګرو ملتونو د کډوال د عالي کميشنرۍ له مشر فيليپو ګراندي سره په دغه هېواد کې د کډوالو وضعيت او راتلونکي په اړه خبرې کړي دي.
عمران خان د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر ته ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به افغان کډوال په زوره له هېواد څخه ونه باسي.
په پاکستان کې پنځلس لکه راجسټر او لکونو نور غیر راجسټر افغان کډوال ژوند کوي، چې ۲۰۱۷ کال يې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو وروستۍ نېټه وه، خو د پاکستان مرکزي حکومت څو ځله دغه موده وغځوله.
فيليپو ګراني له پاکستانه هم مننه کړې، چې څلور لسيزې يې د افغان کډوالو ميلمستيا کړې او خپل هېواد ته به د کډوالو په خپله خوښه بېرته ستندل روان وي.
په پاکستان کې د وروستیو نا امنيو او چاودنو له امله د دغه هېواد پوليسو د کډوالو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی و، چې له امله يې په ۲۰۱۶ کال کې ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شول، خو لا هم لکونونو افغانان هلته پراته دي او په هېواد کې د ناامنيو، بې روزګاریو او نورو ستونزو له امله بېرته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي