برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

له پاکستانه تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شول

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا له دغه هېواد څخه خپل هېواد ته د ۵۳۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.


د طالبانو د مهاجرت وزارت ویاند عبدالبصیر وصال ویلي، ۵۳۰ افغان اتباع چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه پاکستان ته تللي وو، د قانوني اوسیدو د اسنادو د ختمیدو له امله له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ: په تیر کال کې ۴۷۴۶ تنه افغان اتباع د قانوني جوازونو د نشتوالي او یا د هغوی د جواز د مودې د ختمیدو له امله بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) په راپور کې راغلي چې په دې دوو کلونو کې ۳.۶ میلیونه افغانان بهر ته کډه شوي چې له دې جملې څخه ۷۰ سلنه یې ایران، ۱۸ سلنه پاکستان، ۱۱ سلنه ترکیې او اروپا او ۲ سلنه نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي