برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له وچکالۍ څخه زيانمنو شويو مالدارانو سره د مرستو لړۍ پيل کيږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د سرپل، جوزجان، فاریاب، هرات، بادغیس او غور ولایتونو له والیانو، د امنیه قومندانیو او قول اردوګانو له قومندانانو او نورو سیمه‌ییزو مسوولانو سره په خبرو کې اړمنومالدارانو ته د وښو پر عادلانه وېش بحث وکړ.


د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر نصیراحمد دراني په هغو ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي د وښو د عادلانه وېش په خاطر د دغه وزارت د چمتوالي راپور ورکړ.

جمهوررئیس غني له کرنې وزارت څخه د دغو تیارو په خاطر مننه وکړه او اړمنو مالدارانو ته یې د وښو په عادلانه وېش ټینګار وکړ او امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د څړځایونو د غصب مخه دې ونیسي او غصب شوي څړځایونه دې بېرته را وګرځوي.

هغه ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو خریداریو کې دې کورنیو څارویو ته لومړیتوب ورکړي چې مالدارانو ته د جدي زیان مخه ونیول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي