برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو ټینګار

آریانانیوز: محمد اشرف غني د سویټزرلینډ په داووس ښار کښې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې world economic forum) د کلیزې غونډې ترڅنګ وویل: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د دې هیواد د خلکو حق دی.



د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: امریکا په ځینو وجوهاتو افغانستان ته راغلې ده او د دغه هیواد اصلي ماموریت د افغانستان دفاع نه ده بلکې د واشنګټن د ګټو په لړ کښې دی.
اشرف غني همداشان څرګنده کړه: د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له پیلیدو راهیسمې ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونه له ترهګرو او د طالب ډلې له وسله والو سره په مبارزه کښې وژل شوي دي.
د اقتصاد د نړیوالې ټولنې world economic forum) ۴۹مه څلور ورځنۍ غونډه له تیرې سه شنبې څخه د سویټزرلینډ په داووس کښې پیل شوې ده.

شریک یي کړئ!