برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لسګونو مېرمنو د سولې په نامه نیالګي کېنول

آریانانیوز: دغه میرمني وايي د سولې په خبرو کې باید فعاله هلمندیو میرمنو ته د ګډون حق ورکول شي، ځکه ښځې د سولې په خبرو کې اغیزمن رول درلودلای شي.


د دوی په خبره د سولې هغه خبرې چې ښځینه پکې ګډون ونه لري، مثبتې پایلې به ونه لري.
د نیالګیو کینولو پدې اشر کې د هلمند د ښځو چارو ریسې وجیهه مقدس رسولي هم برخه اخیستې وه، اغلې رسولي وویل: د نیالګیو کینولو دغه کمپاین یوازې د سولې لپاره ځانګړي شوی دی.
د رسولي په خبره ټولې میرمنې د سولې په تمه دي او دوی هڅه کوي، چې د سولې په روانو خبرو کې اغیزمن رول ولري.
د ښځو چارو ریئسه زیاتوي هلمند میشتې فعاله میرمنې د افغان دولت د سولې له روانو هڅو څخه بشپړ ملاتړ کوي او د سولې په خبرو کې د افغانان لاسته راوړني او نور ارزښتونه باید قرباني نه شي.
د یادونې وړ ده، چې ټول افغانان د سولې تږي او غوښتونکي دي، خو د ولس لویه غوښتنه بیا دا ده، چې د سولې په روانو خبرو کې دي د تېرو کلونو لاسته راوړنې او د افغانانو ملي ارزښتونه نه قرباني کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي