برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قیصاري یو قاتل، غل او جنایتکار قومندان دی

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري د نظام الدین قیصاري په نیولو خوښي ښيي او د حکومت دا اقدام ستايي.



هغه وايي چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې قتل، غلا او ګڼ جرمونه کړي دي.
د ده په خبره هغه په یوه ورځ اوه عام وګړي په عام محضر کې ووژل، خو چا يې پوښتنه هم ونه کړه.
د فاریاب دغه استازی وايي چې د دوستم دې قومندان په سیمه کېد خلک لوټلي او د ولس د ځورولو لپاره يې سخت جنایات ترسره کړي دي.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې د نظام الدین قیصاري اړوند د خلکو غږ واوري او دوسيه يې دقیقه وڅېړل شي.
په ورته وخت کې جنرال دوستم او د دوستم، محقق او عطامحمد نور ګډ ایتلاف په غبرګو اعلامیو کې د هغه خلاصون غوښتی او ګواښ يې کړی چې که قیصاري خلاص نه شي دوی به شمال کې ټاکنې فلج کړي.

شریک یي کړئ!