برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قره باغ کې اربکیانو د ښوونځي زده کوونکی وژلی

د غزني په قره باغ کې ځايي اربکیانو د ښوونځي د پنځم ټولګی یو تن زده کوونکی وژلی دی.


د غزني مدني فعالان وايي دغه زده کوونکی چې د زردالو کلي اوسېدونکی و، په سیمه کې د هزاره اربکیانو له لوري وژل شوی دی.
د دوی په وینا دا زده کوونکی په داسې حال کې وژل شوی چې له ښوونځي نه د خپل کور په لوري روان و.
تر اوسه د غزني ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو یادې سیمې ته څېرمه شیراباد کلي کې هم څو میاشتې وړاندې ځايي اربکیانو د یوې کورنۍ درې غړي ووژل او دوه نور يې ژوندي یووړل.
د غزني یو تن مدني فعال احمدشاه اندړ پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پېښه په سیمه کې د حبیب باشي اربکیانو ترسره کړې ده.
د شیر اباد پېښې په غبرګون کې د غزني ولسونو څو ورځې پرلپسې د اربکیانو پر ضد لاریونونه وکړل چې ځايي ادارې ورته په عدالت پلي کولو ژمنې ورکړې.
یاده دې وي زردالو د قره باغ هغه وروستی کلی دی، چې له جاغوري ولسوالۍ سره پوله لري او هزاره اربکیانوپکې واکمن دي.

شریک یي کړئ!