برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

غني او امرالله صالح دې د رسنیو قانون ته احترام وکړي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د بې پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د دوو خبریالانو په ځورونه او د پژواک خبري اژانس مشر ته د اذیت ورکولو په اړه اعلامیه خپره کړې او د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» او د هغه له مرستیال «امرالله صالح» یې غوښتي، چې د رسنیو قانون ته احترام وکړي
د بې پولې خبریالانو سازمان «rsf» له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کابل حکومت استخباراتو په زابل ولایت کې د «بیان راډيو» خبریال «محبوب الله حکیمي» نیولی اود اشرف غني د توهین په تور یې بندی کړی او په خوست ولایت کې يې بیا د رویټرز خبري اژانس د همکار «سیف الله منګل» کور پلټلی او له ځانه سره یې قوماندانۍ ته وړی؛ خو وروسته یې د نوموړي نیولو ته د تېروتنې نوم ورکړی
د اعلامیې په بنسټ، ددې تر څنګ کله چې پژواک د ساه اخستلو د ماشینونو «وینټلاټورونو» د غلا په اړه راپور ورکړ، حکومت د پژواک مشر «دانش کړوخېل» احضار کړ ، د پژواک راپور یې د «هیواد ملي امنیت ته خطر» وباله او د اشرف غني لومړي مرستیال «امرالله صالح» بیا پژواک د دروغجن راپور په خپرولو تورن کړ
د بې پولې خبریالانو سازمان د کابل حکومت له لوري د خبریالانو ځورول او په رسنیو باندې فشارونه راوړل غندلي او د حکومت په مشر «اشرف غني» او «امرالله صالح» یې غږ کړی، چې د رسنیو قانون ته احترام وساتي
یاده دې وي، چې پر کابل حکومت د خبریالانو د ځورولو او رسنیو ته د بې احترامۍ تورونه داسې مهال دي، چې حکومت وایي، د سولې په خبرو کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ له لاسته راوړنو دفاع کوي او کله به هم له دې لاسته راوړنو تېر نشي.

شریک یي کړئ!