برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امرالله صالح: طالبانو د الظواهري مړی په پټه ښخ کړی

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال وايي، طالبانو په پټه د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري مړی ښخ کړی دی.


‌  پرون په خپل فیسبوک لیکلي: طالبانو په پنجوايي ولسوالۍ کې د الظواهري او د هغه د ملګرو جسدونه په پټه ښخ کړل.

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې طالبانو په پټه د افغانستان په کندهار ولایت کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري مړی ښخ کړی دی.

صالح زیاته کړه: له کندهاره يو چا ماته د عکسونو او جغرافيايي معلوماتو په لېږلو سره ادعا وکړه چې د الظواهري او د هغه د ملګرو جسدونه په پنجوايي ولسوالۍ کې په پټه ښخ شوي دي.

باید وویل شي، چې تېره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې د القاعده پخوانی مشر ایمن الظواهري د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په کابل کې وژل شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي