برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امرالله صالح: پاکستاني طالبان هم باید په دوحه کې سیاسي دفتر ولري

آریانانیوز: د افغانستان دپخوانی ولسمشر لومړی مرستیال وايي: که د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر جوړول پر افغانستان تحمیل شو، نو د اسلام اباد لپاره دا غوره ده چې دا نسخه د ځان لپاره عملي کړي.


د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان په ختیځ کې د تحریک طالبان پاکستان پر پوستو د بریدونو په پلمه د پاکستاني جنګیالیو د بمباریو په غبرګون کې وویل: د حل یوه لاره دا ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سیاسي دفتر پرانیستل شي، او پاکستاني طالبان وهڅول شي او د نړیوالو سازمانونو تر چتر لاندې خبرې اترې پیل کړي.

امرالله صالح وايي، که دا نسخه د افغانستان پر خلکو تحمیل شي، نو د اسلام اباد لپاره به ښه وي چې د ځان لپاره یې عملي کړي.

صالح وویل، څو عوامل د دې لامل شول چې تحریک طالبان پاکستان وسله پورته کړي او د ټوپک په ژبه له اسلام اباد سره خبرې وکړي.

د پاکستان جنګي الوتکو د شنبې په ورځ سهار وختي د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې بمباري کړې ده.

ځینې سرچینې وايي، په دې چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ افغانان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

 

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي