برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عبدالغيور اندرابي د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس اندرابي څارنوالۍ ته معرفي کیدل

حکومتي سرچينې وايي چې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس عبدالغيور اندرابي له خپل وظيفوي واک څخه د ناسمې استفادې په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.


يوې باوري حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبدالغيور اندرابي د ولسمشرۍ ماڼۍ په لارښوونې سره څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی، خو په دې اړه يې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.
په لويه څارنوالۍ کې هم يوې باوري سرچينې تاييد کړې چې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس له خپل وظيفوي صلاحيت څخه د نا سمې استفادې په تور ياد شوي ارګان ته ور پېژندل شوی دی.
نوموړي وويل چې قضيه تر څېړنې لاندې ده او جزئيات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.
خو د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!