برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

عام وګړي د طالبانو په نامه بندیان کول

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس دکندهار په ولایت کې دولتي عسکرو د عملیاتو په لړ کې دېرش تنه عام وګړي د طالبانو په نامه بندیان او له ځانه سره وړي
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان حمیدالله اتل رسنیوته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د سې شنبې په شپه ناوخته د بولدک ولسوالۍ په بیدک سیمه کې عملیات کړي او دېرش تنه طالبان یې له موټرسیکلونو او وسلو سره یو ځای نیولي دی
بل لور ته ځايي سرچیني وايي، حکومت په بولدک ولسوالۍ کې د ملکي خلګو پر کورونو چاپه وهلې، دېرش تنه ملکي وګړي یې د طالبانو په نامه له ځانه سره وړي او یو ملکي وګړی یې وژلی
د سرچینو په خبره، عسکرو د چاپې په وخت کې د خلګو له کورونو قیمتي شیان هم لوټلي دی .

شریک یي کړئ!