برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ظاهر قدير: حکمتیار کورني جګړو ته لمن وهي

د ولسي جرګې غړی ظاهر قدير وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ستونزې لري او کورنيو جګړو ته د لمن وهلو هلې ځلې کوي.



د ظاهر قدیر دا نیوکي د ګلبدین حکمتیار د هغو څرګندونو په غبرګون کې وې چې دوه ورځې وړاندې يې پارلمان د پير او پلور مرکز او غلو او قاتلینو کور بللی وو.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وړمه ورځ په جلال اباد ښار کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال د راتلونکو ټاکنو پر روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: ((ولس دروند، پتمن او عزتمند پارلمان غواړي، ولس پر اوسني پارلمان شرمېږي، پارلمان د پلور او پېر پر مرکز بدل شوی، خو له دغه پارلمان څخه د خلاصون يوازېنۍ لار په ټاکنو کې داسې چا ته رايه ورکول دي چې صادق وي.))
نوموړي دغه راز د کوم شخص او ډلې د نوم له اخيستلو پرته وويل چې بايد په ټاکنو کې مفسدينو ته ماتې ورکړل شي او د نا امنو سيمو د اوسېدونکو او کډوالو په ګدون هېڅوک د رايې له ورکولو څخه بې برخې نه شي.
د حکمتيار يادو څرګندونو په ملي شورا کې د ننګرهار د استازو غوسه پارولې ده.
د دې څرګندونو په اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې حکمتیار ستونزې لري او کورنيو جګړو ته د لمن وهلو هلې ځلې کوي.
هغه حکمتیار ته د غل ، ټوپک سالار ، قاتل او وطن پلورونکي خطاب وکړ او له هغه يې وغوښتل چې د پارلمان په تړاو دې د خپلو کړو څرګندونو له امله له ولس نه بښنه وغواړي.
ظاهر قدیر وايي، ګلبدین حکمتیار رواني ناروغ دی او په راتګ سره يي قومي اختلافاتو ته لمن وهل پیل کړي او غواړي چې یو ځل بیا هیواد د کورنیو جګړو په سنګر بدل کړي.
دی وايي چې ګلبدین حکمتیار اوس هم د وسله والو ډلو ملاتړ کوي او حکومت دې د کورنیو جګړو نه د هیواد ژغورنې په هدف د هغه د فعالیتونو مخنیوی وکړي.
د ولسي جرګي دا غړي نه یواځي دا چې د سولي په برخه کې د حکمتیار رول بي ګټي یادوې بلکي وايي چې د سولې په تړاو د هغه څرګندونې د سولې پروسه زیانمنوي.
د ظاهر قدير په وينا وسله وال طالبان د حکمتیار سره په یو نظر نه دي او د ده د څرګندونو له امله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي.
دغه راز په دغه خبري غونډه کې د ننګرهار د ولايتي شورا ريیس احمد علی حضرت وویل چې هیڅوک دې د ملي وحدت حکومت پر وړاندې غیری مسؤلانه څرګندوني نه کوي.
نووړي هم حکمتیار د زړو افغانیو په څير ناچله نوټ یادوي او وايي چې نور نو ولس د هغه په خبرو باور نکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حضرت علي هم حزب اسلامي د مشر پر يادو څرګندونو نيوکې کړې وې او ويلي و چې حکمتيار ولسي جرګې او ځينو خلکو ته سپکاوی کړی دى .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي