برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان ۴۳ برمته کړی ملکیان خوشی کړل

آریانانیوز: د رسندویو له راپور سره سم د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو له منګولو یې د خواجه عمري ولسوالۍ ۴۳ برمته شوي وګړي، د جرګې له لارې خوشې کړي دي.
د غزني د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ۴۳ کسان دوه ورځې وړاندې له خواجه عمري ولسوالۍ څخه طالبانو نیولی وو، خو بیگا یې د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته خوشې کړي دي.
د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي وايي، طالبانو دا کسان په دې بهانه بیولي وو چې ولې یې د ټاکنو په ورځ د خواجه عمري ولسوالۍ په کلیو کې د دوی د وسله والو فعالیتونو مخنیوی کړی دی؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي