برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان په ښاري بریدونو کې احتیاط کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوې را لیږلي خبرپاڼې کي ویلي چې ددوی عملیات په ښارونو کې ځکه هم وخت نیسي چې دوی دا په خورا احتیاط تر سره کوي، تر څو په کښي ملکیانو ته ضرر ونه رسیږي.



نوموړي ویلي: «په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډير دقت سره په نښه شي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکوته زیان ونه رسیږي، نو ځکه په ښارونو کې د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوارسره نشي ترسره کیدلی».
نوموړي زیاته کړه چې د دقیقو اهدافو په تشخیص سره به ښاري عملیات هم ترسره شي.
ذبیح الله مجاهد دغه خبرې د نیویارک ټایمز د هغه خبر په جواب کې کړي چې تېره ورځ یې نشر کړی او ویلي وه چې طالب مشرانو په ښاري سیمو کې د بریدونو نه کولو امر کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پيغام کې د ملکي تلفاتو موضوع ته اشاره کړې وه او ویلي یې وه چې د یوه بیګناه انسان قتل تر شرک وروسته دوهمه ستره ګناه ده. نوموړي ټینګار کړی وو چې دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپل ټول وس کړی او بیا به یې هم کوي.

شریک یي کړئ!