برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان: د روانې لانجې د هوارولو واقعي هڅو ته هرکلی وایو، اسماعیل خان دي سیاسي دفتر ته مراجعه وکړي

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پخوانیو تنظیمي مشرانو ته بلنه ورکړې چې د اشغال د خاتمې په خاطر او د سولې راوستلو په خاطر دي د دوی د سیاسي دفتر سره په اړیکه کي شي او د «بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات (دي ور) سره شریک کړي».
طالبانو په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې ټولې هغه واقعي هڅې ستايي چې د افغانستان د شخړي د هوارولو په موخه تر سره کیږي.
خبرپاڼه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته منسوب ده، زیاتوي، دوی له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي د پخوانیو جهادي تنظیمونو مشران په درنښت یاد کړي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې «چې د جهاد په مقدس صف کي د خپل ولس ترڅنګ ودریږي، ځکه چې اشغالګر په مجموع کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لري.»
مجاهد ټینګار کړی چې پر دوی فرق نه لري، هر څوک که د هیواد څخه د اشغال د پای ته رسیدو لپاره هلي ځلي کوي، دوی یې هرکلی کوي او بلنه ورکوي چې ددوی له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې شي او خپل نظریات ورسره شریک کړي.
باید وویل شي چې طالبانو تر اوسه د کابل پروسې پر مهال د اشرف غني وړاندیزونو ته رسما مثبت یا منفي جواب نه دی ورکړی.
خبرپاڼه چې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې په لاندي ډول ده:
د تنظیمي چارواکو غوښتنو ته د غبرګون په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په هرات ولایت کې د کب د څلورویشتمې د شهیدانو د پرتمینې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د هرات پخواني والي محمد اسمعیل خان له اسلامي امارته وغوښتل چې که د سولې په اړه د ګډ حکومت وړاندیزونو ته غبرګون نه ښيئ نو د جهاد له لويې كورنۍ سره دې خبرې وكړي چې په ګډه د هېواد ناورين او روانې جګړې ختمې شي.
اسلامي امارت اساسا د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې د هیواد د روانې لانجې د واقعي هواري په اړه تر سره کیږي.
همدارنګه د پخوانیو جهادي تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې د اسلامي امارت مشر تابه په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د جهاد په مقدس صف کي د خپل ولس ترڅنګ ودریږي، ځکه چې اشغالګر په مجموع کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لري.
د اشغالګرو د اشغالګرانه هڅو له امله هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږي او نن دوی خپله هم دا حقیقت درک کړی چې اشغالګران د افغانستان د جوړولو په پلمه د هغه د تباه کولو په لټه کې دي.
اوس چې ښاغلي اسماعیل خان د پخوانيو جهادي مشرانو په استازولي له اسلامي امارته له دوئ سره د تفاهم او خبرو په اړه د غبرګون غوښتنه کړې، اسلامي امارت هر هغه چاته چې د دغې غمیزي چې د هیواد اشغال دی دپای ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي او د اشغالگرو حمایت نه کوي هغه که جهادي شخصیتونه وي اویانورڅوک، ټولوته بلنه ورکوي چې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني ترڅو په افغانستان کې د بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي