برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبان – د بریښنا له سیستم سره هيڅ ستونزه نلري

آریانانیوز: طالبان وایي، دوی د برېښنا له سیستم سره هیڅ ستونزه نلري او د نړول شوې پايې په پېښه کې دخیل ندي
دیوراپورپه اساس دطالبانوډلی ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټو ټویټر لیکلي د کابل ولایت اړوند میربچه کوټ کې د بريښنا د پایې نړول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، مجاهدین د بریښنا له سیستم سره هيڅ ستونزه نه لري
د برېښنا دغه وارداتي پایه دوې شپې وړاندې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري نړول شوې وه، چې له امله یې د کابل ښار برېښنا هم ورسره غوڅه شوې وه
د برېښنا ریاست وایي، د یادې پایې رغول دېرش زره ډالرو مصرف ته اړتیا لري او اوس مهاله په مؤقتي ډول رغول شوې.

شریک یي کړئ!