برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو قره باغ کي د اربکیانو مرکزي قرارګاه ونیوله

آریانانیوز: د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کي طالبانو ددي ولسوالي د اربکیانو مرکزي او استراتیژیکه قرارګاه نیولي ده .


له راپورونو سره سم تیره شپه دوه بجي طالبانو د شاغولي په سیمه کي د اربکیانو په مرکزي قرارګاه پراخه حمله وکړله ، له درني جګړي وروسته طالبان وتوانیدل چي یاده قراره په بشپړه توګه ونیسي .
د سیمي د اوسیدونکو له قوله ټوله شپه په ولسوالي کي د درنو وسلو ډزي رواني وي . ویل کیږي چي په ولسوالي کي میشتو د ملي اردو عسکرو په سیمه له ۶۰ څخه زیات ډي سي توپونه ویشتلي دي .
په جګړه کي تر لسو زیات اربکیان او د ملي اردو عسکر وژل شوي دي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي خبر پاڼه کي ویلي دي چي په جګړه کي په قرار ګاه کي میشت ۱۵ عسکر ټوله وژل شوي او ګڼ شمیر وسلي د دوی لاس ته ورغلي دي .
د شاغولي قراره ګاه لومړی ځل امریکایانو فوځیانو د خپل ځان لپاره جوړه کړه ، وروسته امریکایانو یاده قراره د سیمي اربکیانو ته وسپارله .
د شاغولي د قرارګاه په نیولو سره په ګڼ شمیر کلیو د طالبانو ولکي ته لاره خلاصه شوه .
د یادولو وړ ده ، تیره شپه هم طالبانو د قره باغ ولسوالي په مرکز حمله وکړه د ولسوالي دفاعي ټاورونه او ګودام د طالبانو د درینو وسلو په ډزو کي تخریب شول ، همدا رنګه ۱۳ تنه پولیس او ۱ د پاڅون غړي ووژل شول .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي