برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو دولینه کې یوه قرارګاه ونیول

د غور چارواکي وايي طالبانو د دې ولایت په دولینه کې د شاجوی سیمه وروسته له هغه بشپړه تر واک لاندې کړه چې پکې قرارګاه د دوی له ګوتو ووته.


د غور د والي ویاند عبدالحی خطیب وايي، طالبانو د جمعې په شپه پر یاد مرکز برید وکړ او سهار ته نږدې يې ونیوله.
د ځایي اوسېدونکو په قول په جګړه کې د ۱۰ شاوخوا عسکر وژل شوي، خو د والي ویاند د ځواکونو د تلفاتو له شمېره ځان ناخبره ښيي.
په ورته وخت کې د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي بیا په دې سیمه کې له جګړې ناخبري ښيي.
هغه وايي دوی نه دي خبر، چې دلته کوم نظامي مرکز سقوط شوی دی کنه.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په شمالي ولایت بلخ کې يې د چمتال ولسوالۍ اړوند د یوې قرارګاه د نیولو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي