برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شپږ میلیونه افغانان لا هم مهاجر دي

د مهاجرینو د چارو وزارت وایي سره له دې چې په وروستیو کلونو کې څو میلیونه مهاجرین له نورو هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته راستانه شوي. خو لا هم د افغانستان شپږ میلیونه وګړي مهاجر دي.
دغه خبرې د مهاجرینو د چارو وزیر حسین علمي بلخې نن د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وکړې،عالمي بلخې وویل: ډیری افغان مهاجرین په پاکستان او ایران هیوادونو کې اوسي چې په دې دوو هیوادونو کې د افغان کډوالو مجموعي شمیر تقریبا پنځه میلیونه تنه دی.
عالمي بلخي زیاته کړه: له ایران او پاکستان پرته په نورو اسیایي هیوادونو کې ۴۵۱ زره تنه افغان مهاجرین اوسي، له دې علاوه په اروپا، استرالیا او امریکایي هیوادونو کې هم ۵۴۱ زره تنه افغانان کډوال دي. د کډوالو وزیر وویل چې په اکثره هیوادونو کې افغان مهاجرین د کار او د اقامت د جواز له ستونزو سره مخامخ دي.
باید وویل شي چې له ګاونډیو هیوادونو د افغان مهاجرینو په راستنیدو سربیره اوس له اروپایي هیوادونو څخه کډوال افغانان په زور هم اخراج کیږي. د کډوالو د چارو وزارت د احصایې له مخې په تیر کال کې ۳۲۰ زره تنه کډوال له ګاونډیو هیوادونو هیواد ته ستانه شوي، دغه راز د زر تنو په شاوخوا کې افغانان له اروپایي هیوادونو څخه اخراج او بیرته افغانستان ته رالیږل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له هیواده بهر مهاجرینو سربیره اوس په کور دننه مهاجرت هم زیات شوی دی. د نا امنیو، غربت او طبعي آفاتو له امله په لسګونو زره افغانې کورنۍ له بیلابیلو سیمو کوچ ته مجبورې شوې دي چې زیاتره یې په ډیر بد وضعیت کې قرار لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي