برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار: طالبانو د داعش د بندیانو په آزادولو سره دا ډله پیاوړې کړه

آریانانیوز: د سیګار ادارې ټویټ کړی چې طالبانو د کابل کنټرول په لاس کې اخیستی او د پلچرخي زندان دروازې یې خلاصې کړي چې په پایله کې یې د داعش سلګونه جنګیالي خوشي شول.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په افغانستان کې د داعش پر شتون اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې طالبانو د زندانونو د دروازو په خلاصولو سره داعش پیاوړی کړ.

د سیګار دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ونیولو او د پلچرخي زندان دروازې یې خلاصې کړې چې په نتیجه کې یې د داعش سلګونه بندیان له بنده ازاد شول او دا د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی.

د امریکا د ځانګړي مفتش په وینا، دا اقدام د کابل پر هوايي ډګر له برید سره هم مهاله شوی، چې په کې تر ۱۷۰ ډېر افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

شریک یي کړئ!