برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار: د روان کال تر نیمايي پورې به په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي

آریانانیوز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د کار د نړیوال سازمان د ارزونې په حواله ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په درېیمه ربع کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کارګرانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


دغې ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به د هغو کسانو شمېر چې خپلې دندې له لاسه ورکوي له ۷۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو ته ورسېږي.

سیګار لیکي چې کارګري ښځې زیاتې اغیزمنې شوي او وړاندوینه کیږي چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې به د ښځو د کار کچه ۲۱ سلنه راټیټه شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې، د ښځو پر کار کولو محدودیتونه ولګول شول، او حتی ښځینه ډوډۍ ګټونکي هم هم د خپل ژوند د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي، او ډیری ښځینه دولتي کارمندان اوس په کور کې پاتې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو چې د ښځو پر کار بندیز به د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې وروستي سياسي بدلونونه د بېکارۍ، بېوزلۍ او سختې لوږې لامل شوي دي.

ویل کیږي چې اوس مهال د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه ډیر نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د هیواد له نیمایي څخه ډیر نفوس له سختې لوږې سره مخ دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي