برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

سیګار: افغان سرتیري به تر 2024 کال وروسته هم عملیات ونشي کړای

آریانانیوز: سیګار خبرداری ورکړ چې تر 2024 کال پورې به افغان امنیتي ځواکونه د متحده ایالاتو له ملاتړ پرته عملیات نه شي کولی...


د افغانستان بیارغونې لپاره د متحده ایاالتو ځانګړي مفتش وايي چې افغان امنیتي ځواکونه تر 2024 متحده ایالاتو له مالي او نورو ملاتړ پرته عملیاتي هدف نشي پوره کولی.

هغه زیاتوي چې د افغانستان راتلونکی هیڅکله د نن په پرتله له خطرونو ډک نه و.

د افغانستان بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی مفتش جان ساپکو وویل: افغان حکومت له تیرو وختونو څخه توان لري چې له دې وضعیت څخه ووځي، نن ورځ زموږ راپورونه ښیې چې نړیواله ټولنه باید پدې پوه شي چې د افغانستان حکومت په یوې موخې تمرکز کوي او دا د هغه بقا ده. افغانستان د پخوا په پرتله په نړیواله کچه په مرستو متکي دی. دا به مبالغې نه وي چې ووایی چې د بهرنیو ځواکونو مرستې بندیدل او د سولې خبرې ناکامیدلو په صورت کې به د طالبانو ځواکونه د کابل دروازې ته ورسیږي.

سیګار ټینګار کوي چې یو فاسد او د مخدره توکو ککړهیواد به هیڅکله د باور وړ ملګری نه وي چې کولی شي خپل ځان یا د متحده ایالاتو او مرسته کونکو ګټې خوندي کړي: سره له دې چې په کابل کې د بهرنیو سفارتونو او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تر مینځ د اداري فساد پروړاندې ټول معیارونه او لیکونه تبادله شوي ، داسې بریښي چې د افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې اقدامات تر ډیره حده غیر موثر پاتې دي.

په عین حال کې ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین وايي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ایستلو یا ساتلو پریکړه لا نهايي شوې نه ده: لکه څنګه چې موږ د دې تړون بیاکتنې ته دوام ورکوو، موږ سیاسي هڅې هم کوو چې دواړه خواوې خبرو اترو ته مجبور او یوې موافقې ته ورسیږو چې په افغانستان کې به تلپاتې سوله رامینځته کړي. موږ لاهم هڅه کوو چې له نورو څخه واورو ، او ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې لوی ګټې لري.

له بلې خوا ، جان ساپکو زیاته کړه چې د 2،500 امریکایی سرتیرو سره ، 6،000 امریکایی قرارداديان، او 7،000 هم د نورو هیوادونو قرارداديان په افغانستان کې په کار بوخت دي ، او د دې قرارداديانو ایستل به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ویجاړونکی وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي