برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیاسي ګوندونو ته داشرف غني خوا سخت ګواښ

آریانانیوز: د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني، سیاسي احزابو ته ګواښ کړی، که د ټاکنو په تړاو پرخپلو غوښتنو ټینګار وکړي؛ دی به یې له یوې مخې منحل کړي.


ولسمشر دا اخطاري خبري د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په لیدنه کتنه کې کړي دي.
ویل کېږي چې غني د یادو ګوندونو ټولې غوښتنې؛ لکه: د رایې ورکوونکیو د نوملړ بایومټریک کول، د ټاکنیز سېسټم بدلون او د سیاسي ګوندونو په ګډون د نظارتي کمېسیون جوړول، رد کړي دي.
که څه هم تر دې وړاندي د ارګ له لوري ویل شوي وو چې د سیاسي ګوندونو لخوا د وړاندې شویو طرحو او وړاندیزونو د څېړلو په موخه به ګډه کمېټه جوړوي، خو نن ناڅاپه د ارګ له لوري د هغوی د غوښتنو د رد خبر رسنیو ته راووت.
د جمعیت‌ ګوند د رهبرۍ شورا غړي محی الدین مهدي په‌ دې اړه رسنیو ته ویلي چې ولسمشر له دوی سره په غونډه کې ګواښ کړی، که ګوندونه پر خپلو غوښتنو همداسې ټینګار وکړي، د قانون پر بنسټ به یې منحل کړي.
د مهدي په وینا، ولسمشر څو ځله د سیاسي ګوندونو قانون چې ترمخ یې پر میز پروت و؛ راواخیسته او ویې ویل، که ګوندونه پوځي ګواښ څه چې لفظي هم وکړي، د دې قانون پر بنسټ به یې منحل کړو.
محی‌الدین مهدي زیاتوي، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي هم د اصولو خلاف او پر سیاسي ګوندونو د فشار راوستو لپاره په غونډه کې ګډون کړی و.
ویل کېږي له ولسمشر سره د سیاسي ګوندونو غونډه په اختلاف سره پای ‌ته ورسېده او استازو یې هم د اعتراض په توګه، په ارګ کې له ډوډۍ ‌خوړلو انکار وکړ.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د سیاسي ګوندونو له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ګواښ شوی و، چې د ټاکنو پر وړاندې به خنډونه را پورته کړي او د ټاکنیز کمیسیون د دفتر دروازه به وتړي.

شریک یي کړئ!