برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیاسي ګوندونه له بایومټریک پرته رایې نه مني

آریانانیوز: د ټاکنو کمیسیون پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، هغه رایې چې د رایه ورکوونکو له نوملړ سره برابرې وي، که بایومټریک هم نه وي، دوی به يې د باور وړ وبولي...


تازه د سیاسي ګوندونو له ډلې جمعیت اسلامي ويلي، دوی ته دا رايې د باور وړنه دي او باید بایومټریک شوې رايې وشمېرل شي.
د دې ګوند د رهبري شورا غړی نور الرحمن اخلاقي وايي ټولې رایې باید له سره یو ځل بیا وشمېرل شي.
هغه وویل دوی د صندوقونو له منځه نه دي، خبر چې کومې رايې بایومټریک شوې او کومې نه؛ باید ټولې له سره وشمېرل شي.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي دوی پرېکړه کړې، چې که رايې د رایه ورکوونکو له نوملړ سره برابرې او د محل مشر او څارونکي يې پخلی وکړي، نو دوی ته به بیا بایومټریک ارزښت ونه لري او دا رايې به د باور وړ وبولي.
د ولسي جرګې ټکانې نږدې اوولس ورځې وړاندې وشوې، چې لا يې هم په اړه ناندرۍ روانې دي.
ټاکنو کمیسیون پرون وویل، ابتدايي پایلې په قانوني موده کې نه شي اعلانولی، بلکې دا پایلې به د لېندۍ په درېیمه اعلان شي او ورستۍ پایلې به یوه میاشت وروسته له ابتدايي پایلو اعلان شي.
دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو مدیریت هم په مخکې لري.

شریک یي کړئ!