برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بې بایومټریک رایې د باور وړ نه دي

آریانانیوز: د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، غیر بایومټریک شوې رایې ورته د اعتبار وړ نه دي
دغه څرګندونې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون یو تن غړي «مولوي دین محمد عظیمي» د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په ګډه یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون سره په همغږي کار کوي او هڅه کوي، ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي؛ خو له بایومټریک پرته رایې به نه حسابېږي او یوازې بایومټریک شوې رایې د اعتبار وړ دي»
د نوموړي په خبره، د غیر بایومټریک شویو رایو نه شمېرل ورته سره کرښه ده او کله به هم دې رایو ته اعتبار ورنکړي
د ټاکنو دواړه کمېسیونونه داسې مهال د غیر بایومټریک شویو رایو له شمېرلو نټه کوي، چې د دولت ساز ټیم په ډله پورې تړلي غړي بیا د غیر بایومټریک شویو رایو په شمېرلو ټینکار کوي، څه موده وړاندې د مشرانو جرګې رييس «فضل هادي مسلمیار» هم په یوه ناسته کې ګواښ وکړ، چې د زور له لارې به د ټاکنو په کمېسیون غیر بایومټریک شوې رایې وشمېرې
د څارونکو په باور، په غیر بایومټریک شویو رایو کې د درغلي شونتیا زیاته ده او زیاته برخه په «دولت جوړوونکي» ټیم پورې اړه لري چې که ونه شمېرل شي، د یاد ټیم د رایو سلنه به ډېره کښته
شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي