برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دویمه ورځ کې بایومټریک ماشین نه کارول کېږي

آریانانیوز: د ولسي جرګې د ټاکنو دویمه ورځ ده، چې د ټاکنو کمیسیون په وینا ۲۵۳ ټاکنیزو مرکزونو کې به ترسره شي.


کابل کې رایه ورکوونکي وايي چې په نننۍ پروسه کې بایومټریک ماشین نه کارول کېږي او په وینا يې «نن د درغلۍ ورځ ده.»
شمشاد تلویزون د ځايي خلکو له خولې وايي د رایې اچونې په مرکزونو کې د ټاکنو کمیسیون ګمارلیو کسانو ورته ویلي چې نن بایومټریک ماشین نشته او باید همداسې رایه ورکړي.
د ټاکنو کمیسیون په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د تېرې ورځې ګڼې ستونزې د بایومټریک ماشینونو د ناسم کار، نه پوهاوي او خرابۍ له امله هم رامنځته شوې وې.
بایومټریک ماشینونه چې د سیاسي ګوندونو یوازینی ټینګ وړاندیز و، په داسې حال کې له پامه غورځول کېږي، چې د نوم لیکونکو د شمېر پر اساس نیمايي کسانو هم د دې ماشین له لارې رایې نه دي ورکړې.
د ټاکنو کمیسیون تېره شپه ناوخته وویل، ټوله ورځ کې د درې میلیونه شاوخوا کسانو رايې ورکړې، په داسې حال کې چې دې درې میلیونو کسانو کې هم ټول نه دي بایومټریک شوي او د ټاکنو کمیسیون دعوه کوي چې تر اته نیم میلیونه هم ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په خواله رسنیو کې ټاکنیزه پروسه یوه «ډرامه، ټوکه، مسخره» او د لوبې په نومونو یاده شوې او یوازې د ولس غولونې او اقتصادي ضربې وسیله بلل شوې ده.
لیکوال او فیسبوکي فعال ذاکر جلالي لیکلي: «پاشلی حکومت، وېشلی کمېسیون، مسخره ټاکنې! هغه څه چې وړاندوینه یې کېده.»
بل لیکوال، وحیدالله مصلح د ټاکنو کمیسیون مشر مخاطب کړی او لیکلي يې دي: «صياده خوار نه شې په دا منجمنټ، د لومړيو مکروريانو په لامعه شهيد انتخاباتي مرکز کې د راى ورکونې لستونه نه شته، د رايو يو ناظر راته وويل چې؛ غرمه د يو څه مهال لپاره پرته له لسته خلکو يوازې د سټېکرونو له مخې رايه وکاروله، وروسته بيا له کمېسيونه امر ورته وشو چې رايې بندې کړئ، او تر اوسه راى اچونه په ټپه ولاړه ده.»
ټاکنو کمیسیون: دوه ورځې کې به ټولو مرکزونو ته د بایومټریک ماشینونه ورسېږي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي