برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بایومټریک ماشینونه الماني نه؛ چینايي دي

آریانانیوز: په راتلونکو ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ثبتونې په موخه اخیستل شوي بایومټریک ماشینونه الماني نه؛ بلکې چينايي ختلي.


طلوع نیوز؛ په مستند راپور کې ويلي، ټاکنیز کمیسیون ته هغه ماشینونه ښوودل شوي و، چې د الماني درمالوګ شرکت نښانونه يې درلودل، خو اوس هغه ماشینونه وېشل کېږي، چې دا نښان نه لري.
د سرچینې په وینا د دې ماشینونو پر شا یوازې د وافای په څېر څو کرښې دي او چارجر او نور ټول وسایل يې چينايي دي.
د ملي تدارکاتو ادارې ويلي، چې حکومت ۲۲زره ماشینونه په تر ۱۴ میلیونه یورو هم پورته اخیستي او د دوی یو شریک سرور يې په څلور میلیونه یورو اخیستی دی.
دا دستګاوې د انسان څېره، موبایل کې تصویر او پر کاغذ تصویر نه شي توپیر کولی او پر دې سربېره د دوو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.
دا په داسې حال کې دی چې د سیاسي ګوندونو په اعتراضونو کې یو هم د رایه ورکوونکو بایومټریک کول و، چې د ټاکنو کمیسیون دعوه کوله دا غوښتنه يې منل شوې ده.
د دې ماشینونو په اړه وړاندې تر دې هم اندېښنې موجودې وي، وړمه ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وویل، چې مرکزونو ته تر لېږلو وړاندې باید دا ماشینونه دلته چیک شوي وای.
ټاکنو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، خو پر ټاکنیزه پروسه باور نږدې په نشت حساب دی.
څو ورځې وړاندې دادرس مدني ټولنې یوازې کابل کې د سروې پر اساس وویل، چې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰سلنه نور اندېښمن دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي