برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سوله کوونکو ته به اسانتیاوې برابرې کړو

ملي دفاع وزارت وايي، هغوی چې ټوپک پر ځمکه کېږدي او له حکومت سره «سوله» وکړي دوی به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.



د دې وزارت سرپرت ویاند محمد رادمنش د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې له جګړه کوونکو سره به جګړې ته دوام ورکړي.
ذبیح الله مجاهد له «TRT» سره په تازه مرکه کې د طالبانو دریځ یو ځل بیا یاد کړی او ويلي يې دي، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې که يې څوک د خبرو له لارې پر ژبه نه پوهېږي، د جګړې څو کلنه تجربه لري او دا وړتیا لري چې لا هم د جګړې ځواب پر جګړه ورکړي.
د دفاع وزارت سرپرست ویاند وايي، څوک چې جګړه کوي دوی هم ورسره جګړه کوي، رادمنش دعوه کوي چې دا د افغان عسکرو مسوولیت دی چې د خاورې «دفاع» وکړي.
دفاع وزارت په داسې حال کې د سولې اړوند څرګندونې کوي چې پرون سهار يې پخپلو خبرو کې په لسو ولایتونو کې د پیل شویو عملیاتو په اړه معلومات شریک کړل.
هغه وویل چې افغان عسکر د بهرنیانو په ملګرتیا هره ورځ ۶۵ عملیات ترسره کوي.
د شنونکو په باور د ټرمپ له لوري د جګړې ستراتېژي، چې د افغان عسکرو په ملګرتیا تطبقېږي، د دې تر څنګ محمد اشرف غني پر دې مامور دی چې د سولې په برخه کې څرګندونې وکړي.
هغه خوست ته د سفر پر وخت هم وویل، چې سوله غواړي او ان د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو نه ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي