برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سرتېري برید او درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

د هلمند مرکز کې د عسکرو په یوه مرکز سرتېري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.


دغه برید چې د مرکز لشکرګاه په څلورمه حوزه کې د پولیسو او اربکیانو په ګډ مرکز شوی، د ځايي چارواکو په وینا د موټر بم په وسیله شوی دی.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چې دغه مرکز د دوی سرتېري د ښار اړوند څلورمه حوزه کې د بشران دښته کې په نښه کړ.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې برید د رحیم الله په نامه یو تن چې د هلمند د موسی کلا اوسېدونکی و، د مازدا موټر په وسیله وکړ، چې ۳۷ عسکر پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې له برید وروسته يې چورلکې لیدلې دي چې ټپیان او د وژل شویو جسدونه يې لېږدول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ويلي، په دې موټر بم برید کې یوازې درتنه ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!