برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زلمي خلیلزاد د خپل دویمي سفر په اړه محمد اشرف ‏غني ته راپور

آریانانیوز: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته ‏راورسید او تېره ورځ يې ارګ‌مشر د راپور اخیستو دعوه وکړ.


له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، زلمي خلیلزاد د خپل دویمي سفر په اړه محمد اشرف ‏غني ته راپور ورکړ او ورته يې یاده کړه چې خبرو اترو ته ښه زمینه برابره شوې ده‎.‎
زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت په اوږدو کې په دویم سفر کې تېره چهارشنبه، پنجشنبه ‏او جمعه پرلپسې له طالبانو سره خبرې اترې کړې دي‎. ‎
ارګ د هغه د لومړي سفر پر وخت هم دعوه کړې وه، چې نوموړي ورته د خپل سفر ‏ټول جزییات ورکړي دي، خو نیویارک ټایمز وویل چې هیڅ يې ورته نه دي ویلي‎. ‎
د سرچینې په وینا زلمي خلیلزاد په بېلابېلو پلمو له طالب استازو سره د خپلو خبرو ‏اترو جزییات پټول، چې ارګ له هغه وروسته د ځان ګوښه کېدنې سوچ واخیست‎. ‎
په ورته وخت کې زلمی خلیلزاد ویلي، ارګ هڅه کوي چې د خبرو اترو لپاره یو با ‏صلاحیته پلاوی وګماري او په وینا يې زه فکر کوم چې پرې بوخت دی‎. ‎
ارګ د سولې خبرو اترو لپاره د مشورتي بورډ پر جوړولو بوخت دی، چې ورسره د سولې ‏شورا د لغوه کېدو اندېښنې هم پیاوړې شوې دي‎. ‎

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي