برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زرګونو خلکو د استسقا لمونځ ادا وکړ

آریانانیوز: د کندهار ښار په عیدګاه سيمه کې زرګونو خلکو د استسقاء لمونځ وکړ او د باران ورېدو لپاره یې دعاوې وکړې.


د استستقاء لمانځه لپاره د کندهار ښار تر څنګ له نږدې ولسوالیو هم زرګونه خلک، دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان راغلي وو.
د نورمحمد په نوم یو کروندګر چې له ډنډ ولسوالۍ څخه د استسقاء لمانځه لپاره راغلی و، وویل، پر له پسې څو کلونه کېږي چې په کندهار کې د باران ورښت کم شوى او سږ کال ژمی هم تر اوسه باران نه دی ورېدلی.
هغه زیاته کړه، د وچکالۍ له امله په یو شمېر ولسوالیو کې ګڼ شمېر باغونه او کرنیزې ځمکې له منځه تللي او اوس هم ډېرې کرنیزې سیمې د وچېدو له خطر سره مخ دي.
دی وايي، د کندهار ښار په ګډون په ګڼو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبوه کچه ټیټه شوې او ان په ځینو سیمو کې د څښاک اوبه نه پیدا کېږي چې له همدې امله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو کوچېدلې او کندهار ښار ته یې پناه راوړې ده.
د ده په خبره، د دې لپاره چې باران و اوري او وچکالي پای ته ورسېږي، د زرګونو نورو هېوادوالو سره یې د استسقاء لمونځ ادا کړ.
د کندهار ښار بل اوسېدونکي روح الله پژواک اژانس ته وویل، دلته د ډېرو خلکو ژوند له کرنې او مالدارۍ سره تړلى، کله چې اورښت نه وي نو خلک د خپل ژوند همدا عایداتي سرچینه له لاسه ورکوي.
دی وايي، نن زرګونو خلک د خدای (ج) دربار ته د دعا لاسونه لپاه کړل او په هېواد کې یې د اورښت تر څنګ د سولې و او امن غوښتنه وکړه.
په ټولیزه توګه ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخامخ دی.
تېر کال په کندهار کې یوازې ۷۵ ملي متره باران اورېدلی وو په داسې حال کې چې د یوه اباد کال لپاره له ۴۰۰ تر ۵۰۰ ملي متره باران ته اړتیا ده.
له همدې امله کندهار کې د اوبو سرچینې کمې شوي او د دې ولایت په شمالي او سرحدي ولسوالیو کې زرګونه هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې ده.
تر ټولو ډېره وچکالي په ريګستان ولسوالۍ کې ده چې نه یوازې خلک یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، بلکې دغلته ۶۰ سلنه مالداري له منځه تللې ده.
د همدې ستونزې له امله د بېلابېلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ کندهار ښار ته راکوچېدلي دي چې له کړاو ډک ژوند تېروی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي