برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روان ژمی د ګاز د مسمومیت له امله ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

آریانانیوز: په کندهار کې د ژمي په موسم کې د ګاز له امله د مسمومیت ۱۸۲ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



د ژمي په موسم کې د ګاز له امله مسمومیت او مړینه جدي ستونزه ده چې لامل یې بې پروايي او د ګازي وسایلو ناسمه کارونه ګڼل کېږي.
د کندهار ښار د میرویس حوزوي روغتون د داخله څانګې مسوول ډاکټر عزت الله نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ژمي کې یې د ولایت په کچه د ګاز له امله د مسمومیت ۱۸۲ پېښې ثبت کړې دي.
هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۷ تنه تر څو ورځو بسترېدو وروسته او پاتې نور له څو ساعتونو درملنې وروسته جوړ شوي دي.
دی وايي، په دې ډله کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.
د ده په خبره، دا د ژمي په څو میاشتو کې د ګازو له امله د مسمومیت او مړینې لوړه شمېره ده چې لامل یې د ګازي وسایلو ناسمه کارونه، بې پروايي او نور دي.
ده وویل، په دې برخه کې ناغېړي او نه پاملرنه لاملل کېږي چې د انسان ژوند واخلي او یا یې په دایمي ناروغیو اخته کړي.
په کندهار ښار کې د ګازو له امله د مسمومیت وروستۍ پېښه څو اوونۍ وړاندې شوې چې له امله یې د فرید احمد په نوم یوه ۲۸ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هغه یوه ګاونډي وحیدالله وویل، له تېر یوه کال راهیسې دا د دوی دویم ګاونډی دی چې د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ده په خبره، په کندهار ښار کې د ګازو له امله د مسمومیت او مړینې ډېرې پېښې د ګازي ګیزر له امله دي چې خلک یې په تشنابونو کې د اوبو د ګرمولو لپاره کاروي.
دی وايي، څو میاشتې مخکې یو ځوان چې تازه یې واده کړی و، د لامبلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او په ورته توګه څو اوونۍ مخکې د فرید احمد په نوم بل ځوان هم په خپل تشناب کې د لمبېدو پر مهال مړشو.
ده وویل: ((سهار وخته ياد شوي ځوان په خپل تشناب کې د اوبو ګرمولو لپاره ګیزر روښانه کړی و، په داسې حال کې چې د تشناب دروازه بنده وه، ځنډ یې د کورنۍ غړي اندېښمن کړي وو، لومړی یې دروازه ور ټکولې وه خو د هغه هیڅ غږ نه و، وروسته چې یې د تشناب دروازه ماته کړه، نو هغه یې مړ وموند چې په څو دقیقو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.))
خو مسمومیت څه شی دی او څنګه رامنځ ته کېږي؟
په دې اړه نېکزاد وايي، انسان د ژوند کولو لپاره په ازاده فضا کې اکسېجن تنفس کوي چې سږو ته په رسېدو د هېموګلوبین په وسیله د بدن ټولو حجرو ته رسېږي، خو کله چې په فضا کې کاربن مونو اکسایډ ډېر شي د اکسېجن پر ځای همدا ګاز د تنفس له لارې سږو ته داخلېږي او د بدن حجرو ته جذبېږي.
د ده په خبره، همدا د دې لامل کېږي چې د بدن حجرې خپل فعالیت له لاسه ورکړي او په پایله کې یې د بدن د نورو ارګانونو عدم کفایه د زړه او اعصابو پر فعالیت اغېز کوي چې بالاخره مسمومیت او مړینه رامنځ ته کوي.
هغه زیاتوي، په ټولیزه توګه په ژمي کې د کورونو او خونو د ګرم ساتلو لپاره له ګازي بخاریو او نورو وسایلو کار اخیستل کېږي چې د هوا د خارجولو او پاکولو د ناسم سیسټم له امله د ګاز د سوځېدو پر مهال د کاربن مونو اکسایډ په نوم وژونکی ګاز تولیدېږي او په څو دقیقو کې د انسان د مړینې سبب کېږي.
ده وویل، کاربن مونو اکسايډ يو بې بويه او بې رنګه ګاز دی چې بېخي لږه برخه يې هم د مرګ سبب کېدای شي.
د ده په وینا، د همدې ګار له امله د مسمومیت نښې د سر خوږ، سالنډي، د سينې خوږ، کانګي، د نس خوږ، ستوماني، مغشوشوالی، وېره او خفګان، بي سېکه کېدل او نور دي چې په لیدو یې باید ناروغ ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي.
د ګازو له امله د مسمومیت د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟
د دې لپاره چې د ګازو له امله د مسمومیت او مړینې مخینوی وشي، د ګازي وسایلو ماهرین یو شمېر سپارښتنې لري.
محمد اجمل چې په کندهار ښار کې د ګازي وسایلو د جوړولو یو ورکشاپ لري وايي، تر هر څه وړاندې باید د معیاري ګازي وسایلو څخه کار واخیستل شي، لږ تر لږه هره اوونۍ باید د بخارۍ او نورو کاري وسایلو پایپونه پاک او وکتل شي.
ده وویل، د دې لپاره چې په بندو ځایونو کې د ګازي وسایلو د کارولو پر مهال د کاربن مونو اکساید وژونکي ګاز د تولید مخنیوی شوی وي، باید د هوا بدلولو په موخه کړکۍ یو څه وخت پرانیستې پرېښودل شي څو تازه او اکسېجن لرونکې هوا دننه داخله شي.
دغه راز دی یادونه کوي چې د ژمي په موسم کې ډېر مهال د ډبرو سکرو، ګازو او نورو سون توکو له امله د مسمومیت پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې د شپې له پلوه د کور غړي ویده شي او بخارۍ روښانه پاتې وي.
د ده په خبره، که هوا هر څومره یخه وي د خوب پر مهال باید بخارۍ او نور وسایل بند شي او د ګاز ډبه دې له خونې بهر کېښودل شي.
د دې تر څنګ نوموړی وايي چې ډېرې کورنۍ په ژمي کې د ځانونو تودولو په موخه له سندلیو کار اخلي، دلته باید ډېر پام وشي چې ماشومان او لویان له پښو پرته نور بدن په سندلۍ کې دننه نه کړي، ځکه دا کار سل په سلو کې د مسمومیت لامل کېږي.
د یادونې ده چې د برېښنا د نشتوالي له امله خلک د ځانونو او اوبو ګرمولو په موخه له ګازو کار اخلي چې ناسمه کارونه یې هر کال د لسګونو او سلګونو کسانو د مسمومیت او مړینې سبب کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي