برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راستنې شوې کورنۍ مرستو ته اړې دي

آریانانیور: د بغلان د کډوالو چارو رييس وايي چې له ګاونډیو هېوادونو له راستنو شوو سلګونو کورنیو سره تر اوسه د نړیوالو موسسو له خوا اړينې مرستې نه دي شوې او دغه کورنۍ په ستونزو کې دي.


د بغلان د کډوالو چارو ريیس شریف الله شفق د کب په لومړۍ نېټه خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې د خیریه موسسو او کډوالو چارو ریاست ترمنځ د نه همغږۍ له امله له بېځايه شوو او راستنې شوو کورنيو سره اړينې مرستې نه دي شوې.
شفق وویل: ((د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله راهیسې بغلان ته ۷۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې چې تر اوسه د نړيوالو موسسو له خوا یواځې له ۴۵ کورنیو سره مرستې شوې دي.))
نوموړی پر يادو موسسو نیوکه وکړه چې له دوى سره همغږي نه کوي او پر خپل سر مرستې وېشي.
خو په شمال ختیځ زون کې د کډوالو نړيوالې ادارې (IOM) مسوول هېواد نوري يادې څرګندوې ردوي او وايي چې له ګاونډیو هېوادونو له راستانه شوو کډوالو سره یې د افغانستان په سرحدي دروازو کې یوه اندازه نغدي مرستې کړې دي.
نوموړي وويل: ((د نغدي مرستو تر څنګ تېره ورځ په بغلان کې موږ له ٤٥ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې هم وکړې.))
نوري وايي، ښکاره ده چې هره اداره خپل کاري پلان لري او له هغه سره سم خپلې چارې پر مخ وړي.
ده زياته کړه: ((زموږ له پلان سره سم په هغو سيمو کې وړې پروژې پلي کوو چې ډېر کډوال ورته راستانه شوي دي.))
په ورته وخت کې له پاکستانه د یوې راستنې شوې کورنۍ مشر حاجي عبدالمالک پژواک ته وویل: ((يو کال کېږي بغلان ته راغلى يم، يو ځل يې تورخم کې پيسې راکړې، تر اوسه يې نور هېڅ کومک راسره نه دى کړى.))
د يادونې ده، په بغلان ولايت کې د پرله پسې جګړو له امله زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته هم بې ځايه شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي