برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

راتلونکې درې واړه ټاکنې به په انلاین توګه

آریانانیوز: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې راتلونکې درې واړه انتخابات به په انلاین شکل ترسره شي او په کم وخت کې به یې لومړنۍ پایلې هم اعلانېږي.


د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات رسنیو ته په دی اړه وویل، په انلاین شکل د رأیو استعمال د درغلۍ مخه نیسي:
“نهايي هڅه مو دا ده چې د انتخاباتو په ورځ له بایومټریک نه په انلاین شکل استفاده وکړو، له دې سره په کمه موده کې موږ کولای شو چې ابتدايي نتایج اعلان کړو، دې سره په انتخاباتو د خلکو باور زیاتېږي، د تقلب او درغلۍ مخه هم نیول کېږي.”
ښاغلی سادات زیاتوي چې هڅې پیل شوي، څو له یوې ملي یا هم نړیوالې کمپنۍ سره داسې قراداد لاسلیک شي چې د انتخاباتو په ورځ ټول افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.
ذبیح‌الله سادات وايي، په پخوانیو بایومټریک سیسټم کې یوازې د دوو ګوتو نښان اخېستل کېدل، خو په‌دغو انتخاباتو کې به د لسو ګوټو نښان اخېستو سربېره د رأیې ورکوونکي عکس هم اخېستل کیږي، څو د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې چې د را روانې میزان میاشتې په شپږمه، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.
د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم په انلاین شکل د رایو کارول ښه اقدام بولي، خو وايي چې دغه چاره په افغانستان کې د بشپړ عملي کېدو امکان کم دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید رسنیو ته په دی اړه وویل:
“څو ټکي شته لکه د رأیې خوندیتوب، مالکیت د دغه پروسې ډیټا، د افغانستان حالت جنګي دی، که مخالفین پوهه شي چې ټکنالوژي په انتخاباتو کې کارول کېږي، ویره شته چې په مخابراتي سیسټمونو حملې وکړي.”
له دې ټولو سره په د انتخاباتو په ورځ د رأیو د هک کېدو ستونزه هغه څه دي چې د انتخاباتو د څاربنسټونه یې مطرح کوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د هک کېدو د مخنیوي لپاره تخینکي ارزونه ترسره کېږي او د نورو ستونزو د هواري لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي