برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ۲۲۰۰ تنو محصلینو پر مخ د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) انګړ پرانیستل

آریانانیوز: تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې د ادارې استازو د بلخ ولایت د مزارشریف د تخته پل په سیمه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې انګړ پرانیست.


په دغه انګړ کې ودان شوي انستیتونه د ۲۲۰۰ تنو محصلینو ظرفیت لري او د انجینري زده کړې ، زراعتی وټرینري او د تخنیکي ښوونکو روزنه تدریس کیږي. دغه انګړ ۵۲،۲ جریبه یعنی ۱۰،۵ هکتاره مساحت لري چې د دفټبال د لوبې د ۱۴ ډګرونو سره معادل دی. د افغان-المان د همکارۍ ادارې د هغه ودانیز کارونه د شاوخوا ۱۱۳،۷ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړي دي.
تر اوسه په نوموړو انستیتونو کې ۱۳۰۰ زده کوونکي د بلخ او نورو ګاونډیو ولایاتو څخه چې ۳۰۰ تنه یې ښځې دي شامل شوي دي. د زده کړې غوښتونکي کولای شي د بلخ د انجنیرۍ په انستیتوت، د کرنیزې ویټرینرۍ په انستیتوت او د تخنیکي ښوونکو د روزنې په اکادمي کې د خپلې خوښې مضمونونه انتخاب کړي. د بلخ د انجینرۍ په انستیتوت کې بیخبنایي څانګې او همداراز صنعتي او مدني ودانول تدریس کیږي. د کرنیزې ویټرینرۍ په انستیتوت کې د کرنۍ په اړه کورسونه تدریس کیږي. په پای کې، د تخنیکي ښوونکو په اکادمي کې د ماشین او فلز تکنولوژي، د موټر تخنیک، د برښنا انجینري، د معلوماتي تکنولوژی او د دبیزنس د ادارې څانګې شاملې دي. د دې اکاډمي زده کوونکي همدارنګه اړین مهارتونه په لاس راوړي تر څو په راتلونکي کې خپله د ټویټ په ښوونکو بدل شي. په نوموړي انګړ کې د سکټوري وزارتونو او عامه انرژۍ او اوبو د برابروونکو ادارو د کارکوونکو لپاره هم د روزنې فرصتونه برابریږي.
د ښاغلي عارف خان په نامه د بیزنس د ادارې یوه زده کوونکي داسې څرګنډه کړه: «د تخته پل کمپلیکس د زده کړې تر ټولو ښه چاپیریال دی چې ما تر اوسه په افغانستان کې لیدلی دی. آرامه فضا، عصري او د ټولو هغو تسهیلاتو لرونکی چې د یوه اکادمیک چاپیریال د پاره اړین دي.» د اجمل غفاري په نامه یو تن ښوونکي داسې زیاته کړه: «د داسې یو کمپلیکس په تمویلولو سره المان واقعاً د افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړه.»
دا کمپلیکس د ۵۰۰ تنو نه زیاتو نارینه او ښځینه زده کوونکو ته په ځلا ځلا لیلیو کې د استوګنې ځای برابروي. همدارنګه د ټولنیزو کړنو لکه والیبال او فتبال، او د غونډو یو تالار د پاره هم ځایونه شته. په دغه انګړ کې یو وړکتون هم جوړ شوی دی. ټولې ودانۍ د څښاک د تازه اوبو او برښنا ته لاسرسۍ لري او د فاضله اوبو د رفع کولو په سیستم باندې سمبال دي
په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې د ملاتړ د پروګرام په چوکاټ کې چې د افغان-آلمان د همکارۍ په ادارې پورې اړه لري، د ټویټ شپږ انستیتونه پخوا ودان شوي دي او د یوه انستیتوت ودانۍ نوې شوې ده. دا انستیتوتونه د شاوخوا ۷۰۰ تنو زده کوونکو لپاره تعلیمي روزنه برابروي. په پام کې ده چې د ټویټ نورې ودانۍ په نورو ولایاتو کې جوړ شي
په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) د ملاتړ پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې او د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د ټویټ د پروګرام موخه په افغانستان کې د مسلکي زده کړې او روزنې دسیستم پراخول او سمون ورکول دي تر څو چې د ځوانانو د کار ګمارنې د وړتیا کچه لوړه شي. برسیره پردې، دغه پروګرام د استاد-شاګردۍ دودیز سیستم د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې د ادارې په همکارۍ عصري کوي. زده کوونکي په یوه رسمي ښوونځۍ کې د یوې درې کلنې دورې وروسته د استاد-شاګردي تر څنګ کولای شي د ۱۲ ټولګي د فراغت بریلیک په لاس راوړي. دا کار د هیواد زیاد شمیر ځوانانو ته امکان ورکوي چې په لوړو زده کړو کې شامل شي. د ۲۰۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي چې ۱۲ سلنه یې ښځې دي اوس له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي