برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یو میلیارد افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور شول

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ارګ کې غونډه وکړه او ۹تدارکاتي موارد یې وارزول چې په نتیجه کې یې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت دغه څلور قراردادونه منظور کړل:
ـ د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې اړوند د فضايي کنټرول په موخه د VSAT سټلایټونو د حفظ او مراقبت پروژې قرارداد؛
ـ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت اړوند دولت په دولت د ۱۶STM په ظرفیت قرارداد چې د اقینې له ساحو څخه تورغونډۍ پورې د ترکمنستان له خاورې تېریږي د نوري فایبر قرارداد پروژه؛
ـ د درې کلونو لپاره د (.af) ورستاړي سره د دولتي او شخصي ډومینونو د راجستریشن او ثبت پروژې قرارداد؛
ـ د تبرکلوز د ملي پروګرام اړوند د تبرکلوز د تشخیصیه بستو او د لومړۍ کرښې درملنې د ۵۰سلنې درملو د تدارک پروژې قرارداد؛
همدارنګه له اجنډا سره سم د عامې روغتیا وزارت د کور جوړونې تصدۍ سره د غزني ولایت د ولایتي روغتون د جوړولو پروژې د تدارکاتي چارو د پړاونو د بشپړولو د پيلولو منظوري وغوښته چې کمېسیون منظور کړه.
سربېره پر دې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند له ګلبهار ـ پنجشیر د برېښنا لین د تمدید پروژې قرارداد د ورکړې د منظورۍ غوښتنه او په غور ولایت کې د پوزه لیچ د اوبو برېښنا دستګاه د جوړولو پروژه (د بیې له لوړولو پرته د مودې غځولو) قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون له ارزونې او بحث څخه وروسته منظور کړ.
د غور ولایت د پوزه لیچ د اوبو برېښنا دستګاه پر پروژې د بحث پر مهال د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې هدف د غور ولایت د خلکو کورونو ته د رڼا راوستل دي او د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له هره اړخه خپلې ارزونې ترسره او د دغه ولایت خلکو ته د برېښنا د زیاتولو بدیلې لارې وړاندې کړئ.
ملي تدارکاتو کمېسیون د خاصو قطعاتو او نظم عامه په شمول د پولیس د قواوو د ۴۰۴میوند زون د اړتیا وړ ۱۳قلمه حبوباتو د تدارک او چمتو کولو قرارداد د ورکړې غوښتنه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د دغه قراراداد نوعیت چهارچوبي دی چې د پیشنهادي افر بیې د ارزونې په خاطر بېرته ور وګرځول شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ملي تدارکاتو ادارې سره په همکارۍ دا ارزونې ترسره کړي چې بله جلسه یې په اړه تصمیم ونیسي.
د سید جمالد الدین افغان د ښوونکو د روزنې د ۴۰ټولګیز کمپلکس ودانۍ د جوړولو پروژې (د بیې له زیاتولو پرته د مودې غځولو) قرارداد د تعدیل غوښتنه د کمېسیون له خوا رد شوه او د پوهنې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له دولتي تصدۍ سره دې نوی قرارداد او له سرغړونکي داوطلب سره دې قانوني چلند وشي.
د ملي تدارکاتو ادارې په ودانیزو چارو کې د پخوانیو قراردادونو د اجرااتو د ارزونې میکانیزم د کمېسیون غړو ته وړاندې کړ چې جمهوررئیس او د کمیسیون نورو غړویې قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني د مالیې او اقتصاد وزارتونو ته دنده وسپارله چې دغه میکانیزم وارزوي او په اړه یې د تدارکاتو ملي ادارې ته خپل نظریات وړاندې کړي، ځکه له دې کار سره د بودجې لګښت واضح او ورکړه په ټاکلي وخت ترسره کېږي.
په دغه ناسته کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمیسیونونو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا بین المللي او ملي ناظرینو او استازو هم ګډون درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي