برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کوکنار کرلو کم شوی دی خو تریاک زیات تولید شوی دی

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو او امريکايي عسکرو ترمنځ نښته شوې، چې پر مهال يې دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي د
باوري سرچينو ويلي، په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ امريکايي عسکر وژل شوي او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده
د شېرزادو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اسيا ته وویل، چې په دغه نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، د ولسوالۍ مرکز اوس د امريکايي عسکرو له لوري محاصره دی او څوک، چې له ولسوالۍ د وتلو هڅه کوي، امريکايان پرې ډزې کوي په افغانستان کې د امريکايي عسکرو قومندانۍ منلې، چې امريکايي عسکر په ننګرهار کې په مستقيم نښته کې ښکېل شوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي او وايي، چې پلټنې روانې دي.

شریک یي کړئ!