برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ خرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت په تیرو دوه میاشتو کې د طالبانو تلفات اعلان کړل

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وویل چې پدې وروستیو کې ، طالبان د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او مرګوني تلفات یې ګاللي ، په تیرو دوه میاشتو کې طالبانو 2800 جنګیالي له لاسه ورکړي ، او د یو شمیر ولسوالیو د نیولو پلان یې ناکام شوی دی.


په خبرپا ڼه کې راغلي، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګریزو ډلو ډله ییز بریدونه شنډ کړل او په دوی یې مرګوني تلفات اړولي.

په اعلامیه کې ویل شوي ، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته زیان رسولو سربیره ، د تروریستي برید په ترڅ کې د چاودنې ځای ته نږدې په لسګونو کورونه زیانمن شوي. زموږ یو ملکي وګړی په دې پیښه کې شهید او 21 تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وویل چې شواهد ښیې چې طالبانو کله چې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ,نو د خپلو خلکو مورال لوړولو لپاره یې داسې جرمونه ترسره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي