برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کنړ پر سرحدي سیمو د پاکستان د راکټي حملو په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

آریانانیوز: زموږ د بهرنیو چارو وزارت د کنړ ولایت په شلتن سیمه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نورو استوګنو سیمو د پاکستان د اردو بریدونه په کلکه وغندل...


د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د کنړ ولایت په شلټن سیمه او نورو استوګنځایونو د پاکستان د اردو بریدونه په کلکه غندي.

د پاکستان اردو د استوګنې پر سیمو توغندي ویشتلي ، د خلکو امنیت او آرامتیا ګډوډ کړې او لوی مالي زیان یې اړولی.

اعلامیه وايي د ډیورنډ د کرښې هاخوا راکټي بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه وه او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره به روانو هڅو جدي منفي اغیزې ولري.

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې دغه بریدونه ژر تر ژره ودروي او په راتلونکي کې د تکرار مخنیوی وکړي.

د یاد وزارت په وینا ، د دې بریدونو دوام به د دې لامل شي چې افغانستان مناسب ځواب ووایی ، په دې حالت کې به پاکستان د پایلو مسولیت په غاړه ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي