برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کنړ پر درې ولسوالیو۷۲۰ توغندي توغول

آریانانیوز: د کنړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو په تېرو دریو ورځو کې د کونړ پر دانګام، شلطن او ناړۍ ولسوالیو ۷۲۰ توغندي را ویشتلي دي
پاکستاني پوځیانو په تېرو درې ورځو کې د کنړ پر درې ولسوالیو۷۲۰ توغندي توغولي
د کنړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني پوځیانو په تېرو دریو ورځو کې د کونړ پر دانګام، شلطن او ناړۍ ولسوالیو ۷۲۰ توغندي را ویشتلي دي
د کنړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي، دغو توغندیو په کونړ، شلطن او ناړۍ کې ګڼو ولسي کورنو ته مالي زیان اړولی دی
بلخوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، دغو توغندیو ولسي وګړو ته تلفات نه دي اړولي خو دوی مرکزي چارواکو ته راپور ورکړی او د وروستي امر په انتظار دي
دا لومومړي ځل نه دی چې پاکستان له ډیورنډ کرښې دې خوا سیمې پر توغندیو ولي په تېرو لسو کلونو کې دغه سیمې پاکستاني پوځیانو په مکرر ډول په توغندیو ویشتلې دي
د پاکستاني پوځیانو لوري د توغندیو د را توغول کېدو له کبله د سیمې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې او یا یې تلفات ورکړي دي
افغان حکومت په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان له لوري د ۱۳ زره څخه د زیاتو توغندیو راورولو په تړاو د ملګرو ملتونو اسامبلې ته هم شکایت کړی خو تر اوسه په دې تړاو هیڅ نه دي شوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي