برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندوز د پیښې ځایه ته دخبریالانوسفر

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغان امنيتي ځواکونو د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې بمبارد وکړ چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.



طالبان او د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې پېښه وژل شوي کسان ټول عام وګړي دي، خو حکومت بيا وايي چې د ملکي وګړو تر څنګ د طالبانو يو شمېر مشرانو او د طالبانو د سرې قطعې غړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې پیښې په سبا (سه شنبې ورځ) د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو ليکلي پيغام په وسيله له رسنيو غوښتنه وکړه چې د دشت ارچي پېښه له نږدې وګوري او په دې اړه حقايق خپاره کړي.
مجاهد ويلي وو چې د رسنيو له استازو سره همکاري کوي او د لارې په اوږدو او سيمه کې به ورته هېڅ ډول ستونزه نه پېښېږي.
د مجاهد له همدغه پيغام سره سم د چهارشنبې په ورځ يو شمېر خبريالان دې چمتو شول، څو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پېښې ځاى ته سفر وکړي او له خلکو سره له نږدې خبرې وکړي.
د سفر پيل
چهار شنبې له غرمې مخکې لس بجې وې چې د پژواک خبري اژانس، کليد راډيو، طلوع، اريانا او ارزو ټلوېزيونونو خبريالان چمتو شول څو دشت ارچې ولسوالۍ ته سفر وکړي.
خبريالانو خپل د سفر موضوع د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره شريکه کړه او هغه خبريالانو ته د ملا شاکر (مستعار نوم) په نوم د يو کس د ټيلېفون شمېره ورکړه او ورته ويل یې چې ټولې اسانتياوې به دوى ته برابرې کړي.
خبريالانو له ملا شاکر سره تر اړيکو نيولو وروسته سفر پيل کړ او د غرمې شاوخوا ١٢ بجې وې چې ملا شاکر ته ور ورسېدل.
ملا شاکر د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو له دوو نورو کسانو سره چې وسلې او مخابرې يې درلودې، د خبريالانو هرکلى وکړ او ويې ويل چې تاسو د خپلې ډلې يو مشر وټاکئ.
د خبريالانو يادې ډلې د پژواک خبريال اجمل کاکړ د خپل مشر په توګه وټاکه.
وروسته ملا شاکر، اجمل کاکړ په همدې سيمه کې د طالبانو يو ځايي قوماندان ته ور وست.
کاکړ وايي چې دغه کس ځان معرفي نه کړ خو يواځې غوښتنه يې دا وه چې خبريالان بايد حقايق خپاره کړي.
د ملا شاکر په ګډون خبريالان د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاڼي کلي هغې مدرسې ته ورغلل، چې بمبار شوه او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې مدرسې په لوحې باندې (دارالعلوم هاشميه عمريه) ليکل شوي چې د وروستي هوايي بريدونو له امله يې د کړکيو ښيښې ماتې شوې خو مدرسه چې تازه رنګ شوې ده، د دېوالونو په ځينو ځايونو کې يې د وينو نښې ښکارېدې.
بل لور ته د همدې مدرسې په انګړ کې لسګونه پر وينو لړلې خولۍ، پکړۍ، څپلۍ او بوټان تر سترګو کېدل چې خلک ترې را چاپېر وو او ژړل يې.
د بريد په اړه د سيمې د خلکو نظرونه
په مدرسه کې د راغونډ شوو کسانو له ډلې يواځې دوه کسان وټاکل شول، څو له رسنيو سره خبرې وکړي، په دې ډله کې يو يې هم د مدرسې سرپرست مولوي مختار و.
نوموړي خبريالانو ته وويل چې د دوشنبې په ورځ د شپږو قاريانو لپاره د دستار بندۍ مراسم نيول شوي وو.
هغه وايي چې په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه له کابل، کندوز، بغلان او نورو سيمو څخه هم مېلمانه را دعوت شوي وو.
مولوي مختار زياته کړه: ((غونډه خلاصه وه، وروستۍ شېبې وې چې دوه طيارې راغلې او په غونډه يې بمبار شروع کړ چې شل دقيقې يې دوام وکړ.))
د هغه په وينا، په دې غونډه کې د طالبانو چارواکي نه وو خو يواځې څو عادي طالبان د غونډې د امنيت لپاره ګومارل شوي وو.
د مولوي مختار د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېرى يې ماشومان دي.
دغه راز د خبرو لپاره بل ټاکل شوي کس قومي مشر نيازمحمد خبريالانو ته وويل چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
ده زياته کړه: ((زه د ديګونو سر ته تللى وم، د ډوډۍ لپاره مو اماده ګي نيوله چې طيارې راغلې او ټول يې له يوې مخې بمبار کړل.))
نيازمحمد هم وويل چې په دې سيمه کې نه د طالبانو د سرې قطعې غړي وو او نه هم د طالبانو چارواکو شتون درلود، يواځې عام خلک وو چې هوايي بريد پرې وشو.
په دې سيمه کې د نقيب الله په نوم يو بل کس چې په زوره زوره يې ژړل، پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې یې ورور وژل شوى دى.
هغه وايي: ((اتلس کلن ورور مې په دې پېښه شهيد شوى دى، اوس حکومت وايي چې تاسو ته پيسې درکوو، موږ يې پيسې څه کوو، ما ته دې زما ورور بېرته راکړي.))
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې پیښې عاملين ونيسي او د خپلو اعمالو پر سزا يې ورسوي.
د دفتاني هديره
دغه مدرسه د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاڼي په کلي کې ده چې واک يې له اووه کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره دى.
له خلکو سره تر خبرو کولو وروسته طالبانو خبريالانو ته د دفتاڼي کلي هديره هم وښوده چې لږ تر لږه اووه کسان په کې تازه خاورو ته سپارل شوي وو او له قبرونو ښکارېده چې ماشومان دي.
خو يادو کسانو وويل چې نور مړي اړوندو کليو ته وړل شوي دي.
د دفتاڼي بازار
د هديرې تر ليدو وروسته خبریالان له طالبانو سره يو ځاى د دفتاڼي بازار ته ورغلل چې د ٤٠ تر ٥٠ پورې له خټو جوړې هټۍ په کې ليدل کیدې.
د هرې هټۍ پر سر د طالبانو سپين بيرغ لګول شوى او پر ځينو دېوالونو شعارونه هم ليکل شوي دي.
پر يوه دېوال ليکل شوي: ((د مولوي عبدالسلام شهادت مبارک))
مولوي عبدالسلام د طالبانو له لوري د کندوز والي و چې شاوخوا يو کاله وړاندې د يو هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
د دفتاڼي په بازار کې يوه میوه پلورونکي عبدالحفيظ پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ وروستى بريد زړه بوږنوونکي و.
د نوموړي په وينا، د دولت دغه بريد د دې لامل شو چې نور هم خلک له طالبانو سره يو ځاى شي.
د سفر پاى
په بازار کې تر شاوخوا نيم ساعت پاتې کیدو وروسته ملا شاکر خبريالانو ته وویل چې بېرته د تګ لپاره چمتووالى ونيسي.
خپله ملا شاکر او ورسره ملګرو يې شاوخوا لس کيلومتره د نازکمير سرفراز تر کلي پورې له خبريالانو سره ملګرتيا وکړه او په دې ځاى کې يې خبريالانو ته وويل: ((په لار کې هیڅ مشکل نشته، ما خپلو ملګرو ته ويلي که بيا هم څه خبره وه، نو زما نوم ورته واخلئ، انشاالله چې هیڅ مشکل به نه وي.))
د چهارشنبې مازديګر پنځه نيمې بجې وې چې ياد خبريالان بیرته د کندوز ښار ته ورسیدل.
هغه زياته کړه: ((موږ ته د بیګناه او بې دفاع خلکو وژنه د نه زغملو ده.))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي