برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ غوره لیګ ومانه

آریانانیوز: د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې په دې لوبو کې به د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتیا ولایتونو لوبډلې ګډون کوي.



د افغانستان کرکټ بورډ سې‎شنبې( د زمري۱۶مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ غوره لوبې منې دي.
دوی زیاته کړه چې کرکټ بورډ تېره میاشت یادې شورا ته په رسمي توګه په عربي متحده اماراتو کې د دې لوبو د ترسره کولو غوښتنه کړې وه چې تېره شپه ومنل شوه.
خبرپاڼې که راغلي وو چې مخکې له دې عربي متحده اماراتو په دې هېواد کې د لوبو ترسره کېدل منلي وو.
د کرکټ بورډ په خبره چې دا لوبې به د روان زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې له ۵ تر ۲۱مې پورې به دا لوبې د ننګرهار، کابل، کندهار، بلخ او پکتیا ولایتونو ترمنځ د عربي متحده اماراتو په شارجې ښار کې ترسره شي.
په دې لوبډلو کې به د هېواد نومیالي د کرکټ لوبغاړي ګډون ولري.
ټاکل شوې چې د ګډون کوونکو لوبډلو د داوطلبۍ بهیر د روانې میاشتې تر نیمايي پای ته ورسیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي