برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کرکټ د اسیایي جام سیالیو ته ۱۹ کلنه افغان لوبډله اعلان شوه

آریانانیوز: د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالیو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله اعلان کړه.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه وویل چې د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لپاره غوره شوي لوبغاړي د بېلابېلو اوږدو مرحلو تېرولو وروسته د غوراوي کمېټې له خوا انتخاب شوي دي.

د ښاغلي هوتک په خبره، تر ۱۹ کلنو کمر عمره ځوانانو لوبډله کې نېږدې ټول لوبغاړي نوي دي چې له بېلابېلو زونونو د ازموینو او يو لړ سیالیو وروسته يې دغې لوبډلې ته لار پيدا کړې ده.

د ده په خبره، د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به د اسیا د ۱۹ کلنو جام په سیالیو کې له ګډون وړاندې د هندوستان په لکنوو ښار کې يو لړ تمریناتي لوبې هم وکړي.

ټاکل شوې چې د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالۍ د بنګله دېش په کوربه توب د سپټمبر په ۲۸مه پیل شي.

افغانستان به په خپل ګروپ کې له نیپال، هندوستان او متحده عربي اماراتو سره په دغو سیالیو کې مخ شي.

شریک یي کړئ!